IQNA

اهل بیت (ع)؛د هدایت مشالونه/3

حضرت امام صادق(ع)د تشیّع  درستو فکري بنسټونو ته علمي لوړتیا ورکړه.

6:54 - November 07, 2023
د خبر لمبر: 3488230
ایکنا-(تهران) حضرت امام جعفرصادق علیه السلام له هغو سیاسی اختلافاتوله فرصت څخه په استفادې سره چې په هغه مهال کې رامینځةشول ، وتوانید،دتشیعَ مذهب  په مختلفو اړخونو او درستو فکری بنسټونو کې علمي لوړتیا ورکړه.  

الله رضا اکبری له ایکنانیوز سره په خبرو کې د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام دخوښ روزونکي نظام په باب دې ته په اشارې سره چې د معصومیّن علیهم السلام  علم دخداوندمتعال له خوا  اوپه اصطلاح  علمي لدنی دی ووئيل،هغه مطالب چې  امام صادق(ع) بیان کړي دي ،دقیقا  د انساني ټولنې داړتیاؤ په اساس او د دوي دکمال او ودې په لارې کې  او دشاګردانو په فهم اودرک سره په تناسب کې دي.

آئمه معصومین علیهم السلام هر یو په خپلې ونډې  سره د اسلام ددین مجری ، حافظ ، مبین او مفسهر دی ،خو په دې دلیل چې هغه ترټولو زیت رواتونه چې  له معصومین علیهم السلام څخه مونږ ته رسیدلی دي ،له امام صادق (ع) څخه  دی ،هغه بزرګوار د شیعه مذهب  موسیس ګڼي.

حضرت امام صادق(ع) د هغو سیاسی اختلافاتو له فرصته په استفادې سره چې  دهغه  بزرګوار په وخت کې رامینځةشول، وتوانید شیعه مذهب ته په مختلفو اړخونو او   اوپه ټولو فکري جوړښتونو کې علمي وده ورکړي او هغه کسان چې شیعه هم نه وي ،د هغه فرمایشاتو څخه د   تشیّع له ټولو اړخونو سره بلدیدلی شي، دغه  جامعیّت تر دې د حده دی چې داهل تسنن  دمختلفو مذهبونو ډير مشران ځانونه د هغه بزرګوار شاګردان ګڼي.

لکه څنګه چې  د امام صادق علیه السلام دامامت پړاؤ له بني امیه ؤ څخه بنی عباسو ته د حکومت  له منتقلیداسره همهاله ؤ،هغه بزرګوار له دغه فرصته  استفاده وکړه او د فقې،اصولو، کلام، نوي علومو اوطبیعي برخوپه مختلفو زمینو کې ئې ډير  پیاوړي او لوي شاګردان وروزل.   

د حضرت امام جعفرصادق(ع) علمي مقام  په ټولو اړخونو کې د اسلامی معارفو د بیانولو لپاره د سیاسی زمینې برابریدا ته په پام سره ،ډير لوړ ځائیګی دی، هغه بزرګوار  دخپل وخت په علمي بحثونو کې ځانګړی مقام درلود او  دمتفکرانو او د علم د مینه والو د  مراجعې ځاي ؤ.

خداوندمتعال  اراده  وکړه چې تل پر بندګانو حجت تمام کړي او د اسلام نور تل پر نړۍ غوړیدلی پاتې شي،څو  دغه نور بشپړ شي.

 هغه ټولنه چې ځان  له مکتب تشیّع سره په تناسب کې ګڼي، باید  دعلم هغه ځائيګي ته ورسیږي،  چې  هرڅوک   له  هرملت اوقوم او په هر هغه ځائيګي کې چې  دعلم مینه وال وي، د حضرت امام صادق علیه السلام د شاګرانو په وړاندې په ګونډو شي اوعلم ورڅځه زده کړي؛.   

captcha